اګست میاشت په تیرو لسو کلونو کی د امریکایي پوځیانو لپاره خونړۍ وه
سلام خان سلام خان

نژدې لس کاله مخکې په نیویارک او واشنګتن باندې د ترورستي بریدونو له امله نژدې درې زره کسان ووژل شول چې بیا امریکایي ځواکونو د طالبانو او القاعده پرضد په افغانستان کې عملیات وکړل. د دې جګړې له پیلیدو تقریبا دوه کاله وروسته امریکایي ځواکونو د صدام حسین د رژیم پرضد عملیات پیل کړل چې درا پورونو پر اساس په دې لسو کلونو کې په عراق او افغانستان کې د امریکا شپږزره دوه سوه پوځیان تراوسه وژل شوې دي ،په عراق کې د امریکایي محاربو پوځیانو له وتلو وروسته د دوی تلفات لږ شوې دي خو په افغانستان کې لاهم د امریکایي عسکرو د مړینې کچه لوړه ده،دتیر  اګست میاشت په تیرو لسو کلونو کې تر بلې هرې میاشتې د امریکایي پوځیانو لپاره په افغانستان کې خونړۍ وه او تر شپیتو ډير عسکر یې په دې موده کې ووژل شول ، د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار هم د کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ يې ويلي چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي له ماتي سره مخ دي، او هيله يې ښوولې چي د بهرنيانو له حضور پرته په افغانستان کي له افغانانو سره د خوشحالۍ اختر ولمانځي

د حکمتيار پيغام تر ډېره د ميدان وردګ ولايت پر پېښه راڅرخي چي د روژې په لومړيو ورځو کي د امريکايي ځانګړو ځواکونو يوه چينوک الوتکه طالبانو وويشته او شاوخوا ٣٥ امريکايي پوځيان يې پکښي ووژل.

حکمتيار پر دې شک ښودلى چي امريکايانو دي د چينوک څرخکي ويشتونکى طالب وژلى وو، حکمتيار وايي د امريکايانو دا ادعا د خندا وړ ده ،د طالبانو مشر ملا محمدعمر اخند د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ اوسني روان حالت ته داشاری په طرځ کی ویلی دی چی :د اسلام او افغانستان دښمنانو سږکال د مجاهدينو د ماتي او خپل شوم هدف ته د رسېدو يو پرېکنده پړاو ګڼلى وو، خو د دوى پلانونه له اټکل خلاف ثابت سول او د تېر کال په نسبت د سر او مال ډېر زيانونه ور ورسېدل

تر دې وړاندې د دوه زره لسم کال د جولای میاشت تر ټولو خونړی وه، چې پنځه شپیته سرتیري په کې وژل شوي وو.سږ کال په افغانستان کې تر اوسه پورې ٣٩٠ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي خودا په داسی حال کی دې چی دامریکی ولسمشر اوباما ځو ور ځی وړاندی په واشنګتن کی وویل چې څو میاشتې مخکې د ترورزم پرضد امریکا تر ټولو ستربریالیتوب ترلاسه کړ. ولسمشر اوباما په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژلو ته اشاره وکړه چې د مې په دوهمه نیټه د ځانګړیو امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو په عین حال کی اوباما ویلی دي چي ،د افغانستان جګړه په ختمیدو ده او په تیرو لسو کلونو کې د امریکایي پوځیانو په دې جګړې کې تر ټولو ستربریالیتوب په برخه شوی دی ،د امریکا ولسمشر په داسې وخت کې د افغانستان په جګړې کې د بریالیتوب خبره کوي چې په روانې میلادي میاشت کې د طالبانو د رژیم له ماتې راورسته تر بل هر وخت د امریکا ډیر پوځیان د یوې میاشتې په موده کې وژل شوې دي ، بارک اوباما د سپتمبر د یولسې نیټې د تلین د لسم کال تر لمانځلو څه باندې اونۍ مخکې په خپله وینا کې دتیری د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د جګړې پای ته نژدې شوې یوو، د هغې جګړې پای ته چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده شوې ده

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کي: په افغانستان کي د اوباما ناکامي -  تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلي او په افغانستان کي د دیره امریکایي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو له یادونې وروسته لیکي،د ۲۰۱۱ کال آګست میاشت د افغانستان په لس کلنې جګړې کي د امریکایي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ او مرګونې میاشت وه. پدي میاشت کي ۶۶ امریکایي عسکر او ۱۴ نور بهرني عسکر وژل شويدي

ورځپاڼه لیکي: د امریکا د وخت جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په ډېرې آسانۍ او بري سره په افغانستان کي د طالبانو رژیم ړنګ کړ خو د بوش ادارې هغه مهال ونشو کړاى چی د القاعده شبکي مشر اسامه بن لادن په تورې بوړې کی ونیسي او پاکستان ته د تلو مخه یي ونیسي ،جورج ډبلیو بوش مخکي له هغي چي افغانستان باثباته کړي ، خپل پام یې د افغانستان له جګړې څخه عراق ته واړاوه او زیاتې منابع یي هلته متوجه کړې ،د امریکا حکومت په عراق کي ښکیل شو، طالبانو ته فرصت برابر شو چي ځانونه بیرته سمبال کړي او دا اوسنۍ ستونزې د هاغه وخت د پریکړې نتیجه ده

د افغانستان او عراق د جګړو لګښتونه به په ۲۰۱۱ مالي  کال کي یو اعشاریه ۲۹ تریلیونو ډالرو ته ورسیږي چی دا په خپل ذات کي بیخي ډېرې پیسي دي. خو دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چی دا پیسي د جمهور رئیس اوباما یوازي د یوه کال د بودجي له کسر څخه یو څه زیاتې دې ،پر دې سربېره، په امریکا کي د اقتصادي رکود د له منځه وړلو لپاره د سپیني ماڼۍ د اقتصادي مرستو په پلان باندي، د ۲۰۰۹ کال د بودجي د کسر ۱۵ برابره زیاتې پیسي ولګیدلې ،خلک داسي فکر کوي چی د عراق جګړه خرابه او د افغانستان جګړه په حقه او ښه جګړه وه. د همدي مفکوري یا نظر پر اساس په امریکا کي ډموکراټان په ۲۰۰۸ کال کی  واک ته ورسیدل ،د امریکا په کانګرس کي د ډموکراټانو د اکثریت مشري نینسي پلوسي په ۲۰۰۵ کال کي ویلي و چي د افغانستان جګړه ختمه شوي . نوموړي د همدی فرضي پر اساس استدلال کاوه چی د ګوانتنامو زندان باید وتړل شي . د ورځپاڼې په باور، د نوموړي استدلال قوي و، پدي معنی چي هغه مهال په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو تلفات کم وو، د جمهور رئيس کرزي حکومت انتخاب شوی و، افغانانو امریکایان خوښول او داسي بریښیدله چی ماموریت تر سره شویدی ،خو شپږ کاله وروسته د عامو خلکو نظرونه بدل شوي، د جمهور رئیس کرزي حکومت تر فشار لاندی دی، د جګړې تلفات څو برابره زیات شوي  او واشنګټن له طالبانو سره د خبرو په لټه کي دی.پای


September 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی